کابلباختردميزان ١٣
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي دعراق د نوي سفير ارشدعمراسماعيل باورليک په داسې حال کې چې دبهرنيوچارو دوزارت سياسي معين ارشاد احمدي هم حاضر و دتشريفاتي مراسمو په ترڅ کې ومانه .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ: دباورليک د وړاندې کولو له مراسمو وروسته چې نن غرمه په ارګ کې ترسره شول دهيوادجمهور رييس اودعراق نوي سفيردافغانستان اوعراق دحالاتو په باب خبرې اترې وکړې .
حامدکرزي وويل : هغه تروريستي پيښې چې له ا مله يې دعراق ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي موږ ته دردونکي ده .
دهيواد جمهور رييس په عراق کې دجګړې اوتاوتريخوالي د پاى ته رسيدودهيلې په ترڅ کې وويل : دافغانستان خلک دې ته په پاملرنې سره چې دتروريزم له پلوه يې زياتې ستو نزې ګاللي دي دعراق د وروڼو اومسلمانو خلکو ستونزې زيات درکوي .
په مقابل کې د عراق نوي سفير په دې ترڅ کې چې په افغا نستان کې دخپل ماموريت دپيل له ا مله خوښي څرګنده کړه ويې ويل چې دخپل ماموريت په وخت کې به هلې ځلې وکړي چې د دواړو وروڼو اومسلمانو هيوادو نو ترمنځ اړيکې له پخوا زياتې پراخې شي .
0 1 دقیقه لوستل