ورزش

دورزشکارو خبريالانو دويمه کنګره جوړه شوه .

-کابل باختر د ليندي نهمه :
دورزشي خبريالانو دفدراسيون دويمه کنګره  نن دحکومت داطلاعاتو او رسنيو په مرکز کې جوړه شوه . 
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې، ددغې کنګرې  په پيل کې  دمشرانوجرګې رييس فضل هادي مسلميار  وويل: تاسې ورزشکاران په هېواد کې دسولې پيغام راوړونکي ياست تاسې کولاى شئ  هغه ستونزې او پريکړې  چې په دې کنګره  کې طرحه کيږي  مشرانو جرګې ته وليږئ ،  مشرانو جرګه ستاسو او ستاسو په خدمت کې دى .
وروسته داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارو معين او سرپرست ډاکتر کمال سادات  خبرې وکړې  او ويې ويل:  تاسو ورزش کارو ژورليستانو په تيرو دوو کلونوکې په بيلابيلو ورزشي  څانګو کې  خپل هېواد ته يو لړ مډالونه راوړي دي چې دافغانستان دورزش په تاريخ کې بې ساري  کار دى .
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست زياته کړه چې ددغه وزارت دځوانانو دچارو معينيت په ټولو امکاناتو سره دتاسو ورزشکارو ځوانانو په خدمت کې دى .
سادات دورزشي  خبريالانو له فدراسيون څخه وغوښتل چې مډال راوړونکي ورزشکاران دځوانانو دچارو معينيت ته معرفي کړي چې درناوي  يې وشي .
وروسته دترانسپورت  اودملکي هوايي چلند وزارت سرپرست  حميد طهماسي ، دکابل  والي محمد يعقوب حيدري او دافغانستان دورزشي  خبريالانو فدراسيون رييس ساير ځلاند  په وار سره په دې کنګره کې دطرحه شويو موضوعګانو په باب په تفصيل  سره خبرې وکړې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته