امنیت

دوه داعشیان په ننګرهارکې د دریو ښځينه واکسیناتورانو د ټرورپه اړوند ونیول شول.

کابل / د رمري ۱۳ / باختر
د ننګرهارامنیتي مسوولینوپه دغه ولایت کې د ۳ ښځينه واکسیناتورانو د وژنې په اړوند د ۲ داعشیانو د نیول کېدوخبرورکړ.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي باخترآژانس ته وویل چې دغه کسان د ننګرهارملي امنیت تېره شپه د دغه ولایت له بهسودو ولسوالۍ څخه د ۳ ښځینه واکسیناتورانو د وژنې په اړوند ونیول.
خوږياڼي زیاته کړه چې له دغو نیول شویوکسانوڅخه یو یې په جلال آباد ښارکې د ۳ ښځینه واکسیناتورانو د ترور اصلي عامل دی.
ویل کېږي چې نیول شویو کسانو د داعشیانو د ډلې غړي دي چې په دغه ولایت کې په هدفمندو وژنو کې لاس درلود.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته