امنیت

د جمهور رئیس غني په مشرۍ د ملي امنیت شورا غونډه جوړه شوه

-کابل باختر د چنګاښ لسمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ دملي امنیت شورا غونډه نن له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه.
دجمهور رييس دوياند دفتر باختر آژانس ته  خبرورکړ.

په پیل کې د امنیتي او دفاعي سکتور وزیرانو د هلمند، ارزګان، ننګرهار، کندز، فاریاب، سرپل، بدخشان، سمنګان، کونړ، نورستان، غور او بغلان ولایتونو د امنیتي وضعیت په هکله راپور وړاندې کړ.
غونډې امنیتي ګواښونه وارزول، د امنیتي او دفاعي ځواکونو زړورتیا او میړانه یې وستایله او د امنیتي ګواښونه د مخنیوي په خاطر یې هغوی ته لازمې لارښوونې وکړې.
ورپسې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر د کوټ ولسوالۍ د امنیتي وضعیت د ارزولو په موخه ننګرهار ولایت ته د خپل وروستي سفر راپور غونډې ته وړاندې کړ.
د ملي امنیت شورا سلاکار په وروستیو عملیاتو کې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو له زړورتیا، لوړې روحیې او نظم څخه رضایت څرګند کړ او د داعش تروریستي ډلې ځپلو او د هغوی پر ضد مبارزه کې يې د هغوی هڅې وستایلې.
د ملي امنیت شورا د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ستایلو ترڅنګ د ملي ګټو د پالنې او ساتنې په موخه د ډیورنډ فرضي کرښې له هغې غاړې څخه د ترهګرو د راتلو د مخنیوي په موخه لازمې لارښوونې وکړې.
په پای کې د ملي امنیت شورا د سیمه ییزو پولیسو د اصلاحاتو پروسې د پرمختګ په هکله له غور او ارزونې وروسته د ښه والي لپاره لازمې لارښوونې وکړې.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته