امنیت

ديارلس تنه وسله وال مخالفين ووژل شول .

٢٠ – کابل باختر  دسلواغي پنځمه

  دکورنيو چارو وزارت خبرځايونه وايي  دهيواد په بيلابيلو سيموکې دامنيتي ځواکونو دعملياتو په بهير کې  ديارلس تنه وسله وال مخالفين وژل شوي دي او نهه تنه ټپيان اوشپږ تنه يي نيول شوي دي .

 دباختر اطلاعاتي اژانس دکورنيو چارو وزارت دخبرپاڼي له خولې خبر راکړ دغه عمليات دکابل ، لغمان او دکاپيسا دولايتونو په مربوطاتو کې ترسره شول چې ديو شمير وسله والو مخالفينو په مرګ ژوبلي سربيره  يوه اندازه جنګي وسايل اوچاوديدونکي توکي هم دپوليسو لاس ته ورغلي دي .

 دغه  راز دکورنيو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې په تيرو  ٢٤ ساعتوکې يو زيات شمير ماينونه چې دياغيانو له خوا دعامه نظم دګډوډولو  په مقصد په واټونو او عامه سيمو کې ځاى پرځاى شوي وو دننګرهار ، لغمان ، ارزګان ، هلمند او دکندهار دولايتونو په مربوطاتوکې کشف  شوې او دڅو تروريستي پيښو مخه نيول شوې ده .

  په همدي حال کې دکابل پوليسو پنځه تنه دغلا ،  دنشه يي توکو دپلورني او دافرادو دټپي کيدو په شان دجنايي جرمونو په تور دکابل ښار دلومړۍ ، دويمې اوشپاړسمې  ناحيې  په مربوطاتو کې نيول شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته