سیاست

جمهور ريیس غني د ایران د بهرنیو چارو وزیر سره ټلیفوني خبرې وکړې

کابل/ د غویي ١٠ مه / باختر د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمداشرف غني پرون مازیګر د ایران داسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر محمد جواد ظریف سره ټلیفوني خبرې وکړې. دجمهور رييس مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ. په دې ټلیفوني اړيکو کې دواړو لوروله کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د همغږۍ، په ایران کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل او کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه د ایران د مرستو د ژمنو په اړه بحث او خبرې وکړې. د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: هېواد یې د بشري اوربند د تامین لپاره د سیمه ییزې اجماع رامنځته کولو په موخه هلې ځلې کوي. جمهور ريیس غني د ایران له بهرنیو چارو وزیر څخه په مننې، د دې موضوع هرکلی وکړ او ويې ویل، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت به دا موضوع تعقیب کړي. پاى-ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته