سیاست

دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي اعلاميه

ددسمبردمياشتې دلسمې ، دبشردحقوقو دنړيوالي ورځې له امله دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي اعلاميه:

کله چې دشلمې پيړۍ  په منځنيو وختو کې په نړيوالو جګړو کې ښکيل لوري له جګړې څخه په تنګ شول په ستړتياسره يې دجګړې په کنډوالو باندې ګونډه ووهله او خپل غم لړلي برخليک ته يې وکتل.

هغه يوازينۍ چلند چې کولاي يې شول  له ټولو توپيرونو څخه خلاص دټولو انسانانولپاره يو ميثاق وي ،  دبشر حقوق و. دهمدې اړتيا له مخې  له نن ورځې څخه دري شپيته کاله مخکې په  ١٩٤٨ ميلادي کال کې دانسانانو دمصونيت  اودنړيوالې دسولى او امنيت دساتنې لپاره دبشردحقوقو نړيواله اعلاميه تدوين شوه .

دغه اعلاميه  دبشريت دساتنې او ملاتړپه باب دشلمې پيړۍ يو ډير مهم ارزښت اوبرياليتوب دى  . خو افغانستان  ددغې اعلاميې دتصويب له وخت څخه تراوسه پورې له  زياتو ناخوالو اونيمګړتياوسره  مخامخ دي . سره له دې هم ډيره څرگنده مسله دا ده  چې دبشري حقوقو له پلوه تيره يوه لسيزه له ستونزو اوناخوالو سره سره  ددغه هيواد په تاريخ کې يوه بريالى لسيزه ده. هغه فعاليتونه چې په دې موده کې دبشردحقوقو دپراخ بنسټه کولو په لاره کې ترسره شوي دي  په دې بريالى شوي دي  دخلکو له لاسه تللي هيلي  بيااحيا کړي . دبشردحقوقو  له نړيوالو تړونونو سره پيوستون ، دافغانستان دبشردحقوقو دخپلواک  کميسيون  له فعاليتونوسره سياسي ملاتړ ، دښځو دچارو وزارت جوړول ، په افغانستان کې دديموکراسي دواکمني لپاره دزمينې ًبرابرول ، دجمهوري رياست ، پارلماني او دولايتي شورا ګانو دانتخاباتو ترسره کول ، دافغانستان دملي پوليسو او اردو  دځواکونو جوړول ، دبي وسلې کولو اوملکي کولو دپروګرام  تطبيق  او دافغانستان دبنسټونو دبيا جوړولو لپاره دملي اونړيوالو پروګرامونو سمون  دټولو افغانانو  ستر برياليتوبونه دي  چې په دغه هيواد کې يې دبشر دحقوقو دحالت  په ښه والي کې اغيزه کړې ده .

دافغانستان دولت  دخپلو نړيوالو ژمنو دعملي کولو لپاره هم يو لړ ځانګړي اقدامات کړي دي. دبشردحقوقو هغو نړيوالو ژمنو ته رپوټ ورکول  چې دافغانستان له خوا لاسليک شوي دي دافغانستان دنړيوال هويت دبيا احيا کولو په لاره کې يو مهم ګام دى . دبهرنيو چارو وزارت په دې لاره کې  يولړفعاليتونه  ترسره کړي دي  چې له دې جملې څخه دملګروملتو سازمان ته داقتصادي ، ټولنيزو اوفرهنګي  حقوقو نړيوال ميثاق  ته  دافغانستان ددوره يي رپوټونو وړاندي کول  ،  د ٢٠٠٩ ميلادي کال په لومړيو وختو کې دملګروملتو دسازمان دبشرد حقوقو دشورا لپاره  دبشردحقوقو دنړيوالو دورو او حالت دڅيړنې دميکانيزم په چوکاټ کې  دبشردحقوقو دعمومي حالت په باب دبشپړاومفصل رپوټ برابرول ، دملګروملتو  دسازمان  دبشردحقوقو کنوانسيون ته دافغانستان داسلامي جمهوريت دمقدماتي  رپوټ وړاندي کول   اودښځوپرخلاف د توپير دټولو بڼو دبندلو دکنوانسيون په باب دافغانستان دمقدماتي او ددويمې دورې  درپوټ برابرول او دملګروملتو سازمان  ته دهغو ليږل دبشردحقوقو په برخه کې دبهرنيو چارو وزارت له مهمو برياليتوبونو څخه دي .

سره له دې هم  په هيواد کې دبشردحقوقو اوسني حالت لا تراوسه پورې هم دقناعت وړ نه دي ،  امنيتي ستونزې ، دملکي وګړو دسرزيان ، په هيواد کې دتاوتريخوالي دلوړي کچې شتون  اودښځو اوماشومانو حالت په افغانستان کې دبشردحقوقو دحالت جدي انديښنې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته