امنیت

څلورتنه مليشې په کويټه کې ووژلې شوې

کويټه – – باختر د وږي دمياشتې ٤
څلورتنه مليشې تېره شپه د پاکستان د بلوچستان ايالت په کويټې ښارکې د پاکستان له پوليسو سره په متقابلو ډزوکې ووژلې شوې.
باختر آژانس د بهرنيو خبرځايونو له خولې خبر راکړ:
متقابلې ډزې هغه وخت وشوې چې مليشې د ډار اچوونکو عملونو د ترسره کولو په مقصد د مستونګ له سيمې څخه کويټې ته ورغلې.
دپوليسو دڅرګندونو له مخې: په متقابلو ډزوکې يوامنيتي افسرهم ټپى شوى دى.
دغې جګړې څو ساعته دوام وکړ او د مليشو يوه اندازه مهمات او موټر سايکل هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
ويل کيږي؛ وژل شويو مليشو د بلوچستان په بېلابېلو سيموکې په ډار اچوونکو بريدونوکې لاس درلود.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته