ټولنه

دکورنيو چارو وزارت د افسرمل پاسوال غلام رسول تره خيل جنازه خاروته وسپارل شوه

_ کابل باختردثوردمياشتې ٧ :
دکورنيو چارو وزارت د افسرمل پاسوال غلام رسول تره خيل جنازه نن د خاصو نظامي مراسموپه ترڅ کې خارو ته وسپارل شوه.
دباخترآژانس دخبرله مخې: د ارواښاد د جنازې د وړلو او ښخولو په مراسموکې د کورنيو چارو وزارت ستر امنيتي معين سترپاسوال محمدايوب سالنګي، د سولې د عالي شورا د دارالانشا رييس معصوم ستانکزي، د ولسي جرګې غړي عبدالجبار قهرمان او دملي دفاع او دکورنيوچارو د وزراتونو يوشمېرجنرالانو او افسرانو ګډون کړى و.
مل پاسوال غلام رسول تره خيل د هغې ناروغۍ له امله چې ور پيښه شوې وه؛ پرون وفات شو او جنازه يې نن دکابل په تره خيلوکې د دوى په پلرنى اديره کې خارو ته وسپارل شوه .
ارواښاد د عامه نظم او امن د لوى قوماندان په ګډون د کورنيو چارو وزارت په مهمو پستونوکې دندې ترسره کړې وې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته