کابل باختر دليندي څليرويشتمه
دملي اردو دمنسوبينو په نننيو چاڼيزو عملياتوکې يو شمېر وسله وال مخالفين ووژل شول.
دملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ: دملي اردو منسوبينو د زابل ولايت د ميزان ولسوالۍ په مربوطاتوکې چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې يوشمېر وسله وال مخالفين ووژل شول او يو شمېر نور يې ټپيان شول.
دفراه ولايت د بالابلوک ولسوالۍ په مربوطاتوکې هم دملي اردو دمنسوبينو د چاڼيز فعاليت په بهيرکې يو شمېر وسله وال مخالفين ووژل شول .
دغه راز دهلمند ولايت د نوزاد ولسوالۍ په مربوطاتوکې دملي اردو د خاصو عملياتو دفرقې د منسوبينو د چاڼيز فعاليت له امله دنشه يي توکو يو قاچاق وړونکى له پنځه زره کيلوګرامو کيمياوي توکو اويو موټرسره ونيول شو او ترلاسه شوي کيمياوي توکي په ساحه کې وسوځول شول.
د ننګرهار ولايت د بهسودو ولسوالۍ په مربوطاتوکې دملي اردو دخاصې قطعې د منسوبينو د چاڼيز فعاليت په بهيرکې د وسله والو مخالفينو يو قوماندان له دوو ميلو سپکو وسلو سره ونيول شو.
ديوبل خبر له مخې: دفراه ولايت د بکوا ولسوالۍ په مربوطاتوکې د وسله والو مخالفينو له خوا په واټ کې دښخ کړى شويو ماينونو د چاودنو له امله دملي اردو يومنسوب شهيداو دوه تنه نور ټپيان شول .
دغه راز د بادغيس ولايت د بالامرغاب ولسوالۍ په مربوطاتوکې يو تن شهيد شو او د زابل او هلمند د ولايتونو په مربوطاتوکې درې تنه ټپيان شول.
0 1 دقیقه لوستل