ټولنه

محمد علم ايزديار دفضل احمد باى دجنازې دښخولو په مراسمو کې ګډون وکړ .

کابل باختر دوري يو ديرشمه :
دمشرانوجرګې لومړي نايب محمد علم ايزديار دپنجشير ولايت په پريان ولسوالۍ کې ددغه ولايت ديوتن مخور اوسپين ږيري فضل احمد باى دجنازې دښخولو په مراسمو کې ګډون وکړ . 
دمشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ په دغو مراسمو کې دپنجشير والي عبدالرحمن کبيري  يو شمير جهادي مشرانو او قوماندانانو ، اديب فهيم دمارشال محمد قسيم فهيم دکورنۍ په استازيتوب ، سيمه ئيزو مسوولينو او دپنجشير ولايت سپين ږيرو او مشرانو او په سلګونو تنو خلکو ګډون کړي و .
الحاج فضل احمد باى دپنجشير ولايت يومخور چې دجهاد او مقاومت په دوران کې مجاهدينو او خپلو خلکو ته دسترو خدمتونو جوګه شوي و
  دسنامجلس لومړي نايب دارواښاد پاک روح ته ددعا دکولو په ترڅ کې  دجهاد او مقاومت په دورو کې دده دکړو  وړو او په پنجشير ولايت کې دمجاهدينو په يوموټې کولو او په مادي اومعنوي ملاتړ کې دده دارزښتناک رول يادونه وکړه او دده مړينه يې ددغه ولايت مجاهدينو اوخلکو ته ستره ضايعه وبلله .
ارواښاد فضل احمد باى دهغې ناروغي له امله چې ورپيښه شوې وه دپنځه اتياکلني په عمر وفات شو .
دغه راز دسنا مجلس لومړي نايب دکابل ښار دافغان سويس دطبي  تحصيلي موسسې دکانکور په غوڼده کې ګډون وکړ . 
په دې  غونډه کې  دمشرانوجرګې لومړي نايب په هيواد کې دښو روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو ته دخلکو داړتياو په باب خبرې وکړې او ويې ويل زموږ خلک لاتراوسه پورې هم په هيواد کې دنه دقيق تشخيص او ددرملو دبي کيفيت والي په دليل دخپلو ناروغانو ددرملنې لپاره ګاونديو هيوادونو ته ځي چې دغه ستونزه دحکومتي مسوولينو دلارې پرسر ستر خنډونه دي اوبايد دعامې روغتيا وزارت په دې اړوند اغيزمن ګامونه واخلي .
دسنا مجلس لومړي نايب په تحصيلي موسسو کې  دلوست دکيفيت  په لوړولو او په هيواد کې دمعياري خدمتونو په وړاندې کولو باندې دټينګار  په ترڅ کې  زياته کړه خصوصي تحصيلي بنسټونه دې بايددخلکو داقتصادي ستونزو او دسړي سرعوايدو په پام کې نيولو سره دفيس په ترلاسه کولو کې دتخفيف په برخه کې جدي پاملرنه وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته