امنیت

په غزني ولایت کې يوولس تنه ترهګر او اووه تنه انسان تښتوونکي ونيول شول

کابل_باختر_ د مرغومي د مياشتې١٦مه:
د ملی امنیت د لوی ریاست منسوبینو د ترهګریزو کړنو پر وړاندې د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې ۱۱ تنه ترهګر او ۷ تنه انسان تښتوونکي د غزني ولایت له اړوندو سیمو څخه نیولي دي.
باخترآژانس ته په رسيدلى خبرکې ويل شوي دي:
نیول شویوکسانو په یو لړ ترهګریزو او ورانکارو کړنو، ماین خښوونه، د دولتي کارکوونکو په ترور له هغې جملې څخه د غزني ولایت د ولایتي شورا غړې اغلې ذکیه (رحیمي) ، د ملي اردو یو تن افسر، د غزني ولایت د ښاروالۍ یو تن کارکوونکى او انسان تښتونه کې کارنده ونډه درلوده.
د دغو ترهګرو په نیولو سره په غزني ولایت کې د جرمونو په ترسره کولوکې کمښت رامنځ ته شوی دی.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته