سیاست

دامريکا لوى درستيز دافغانستان ځواکونو په پياوړتيا کې دخپل هيواد دهمکاريو د دوام ډاډ ورکړ.

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٣٠
امريکا ژمنه ده چې د اوږدمهال لپاره له  ملي اردوسره مرسته وکړي او دافغانستان هوايي ځواکونه پياوړې کړي.
دغه ټکى دامريکا د اردو لوى درستيز پرون دهيواد دوسله والو ځواکونو له لوى درستيز سره په کتنه کې بيان کړ.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ : په دې کتنه کې چې دهيواد دوسله والو ځواکونو دلوى درستيز دکار په دفتر کې وشوه دواړو لورو د علاقې وړ موضوعګانو په تيره بيا دافغانستان دامنيتي حالاتو ،دهوايي ځواکونو دپياوړتيا ، دملي اردو دسمبالولو ،ښوونې او روزنې او له افغان امنيتي ځواکونو سره په اوږدمهال کې ددغه هيواد دمرستو د دوام په باب خبرې وکړې.
دهيواد دوسله والو ځواکونو لوى درستيز جنرال ارکانحرب قدم شاه شهيم دامريکا او ددغه هيواد داردو دبى غرضو مرستو او همکاريو له امله د قدردانۍ په ترڅ کې چې دتيرو کلونو په بهير کې يې دافغان امنيتي ځواکونو د روزنې ،سمبالولو او پياوړتيا په برخه کې کړي دي وويل: دبروکسل او وارسا په کنفرانسونو کې دنړيوالې ټولنې ژمنې موږ هيله من کړو چې افغانستان له تروريزم سره په جګړه کې يواځې نه دى بلکې نړيواله ټولنه دافغانستان ملاتړ کوي دغه راز لوى درستيز په هيواد کې د وروستيو امنيتي پرمختياوو په باب وويل چې دشفق دعملياتو لومړى پړاو په برياليتوب سره پاى ته ورسيد او وسله وال ځواکونو په ميړانې سره په څو ولايتونو کې دژمنيو عملياتو دويم پړاو ترسره کړى دى چې د دښمن ځالې دړې وړې شي او د دښمنانو او تروريستانو ټولې ناوړى هلې ځلې وځپي.
په مقابل کې د دوست هيواد امريکا لوى درستيز سترجنرال ميلي دافغان امنيتي او دفاعي ځواکونو له ظرفيتونو او سرښندنو له امله د دقدردانۍ په ترڅ کې وويل چې نړيواله ټولنه بشپړ باور ترلاسه کړى دى دافغانستان دامنيتي ځواکونو ظرفيتونه او ددندو ځواکمني دې اندازې ته رسيدلى دى کولاى شي چې په ښه ډول دخپل هيواد ملي واکمني . خپلواکي او خلکو دفاع وکړي .
ده دغه راز دافغانستان له خلکو سره دخپل هيواد داوږدمهالو همکاريو او مرستو د دوام او دافغانستان دامنيتي او دفاعي ځواکونو دپياوړتيا ډاډ يې ورکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته