سیاست

مارشال محمدقسيم فهيم د مبارزې اوسياست ميړنى و

کابل باختر د کب اتلسمه :
يو شمېر سياسي او جهادي شخصيتونو، د جمهوري رياست نوماندانو او په پارلمان کې د خلکو استازو د جمهوري رياست لومړي مرستيال مارشال محمد قسيم فهيم له رسنيو سره په خبروکې د جهاد او مقاومت ميړنى او د ملي يو والى سمبول وباله.
د افغانستان د خلکو د وحدت ګوند مشر او د جمهوري رياست د نوماند ډاکتر عبدالله عبدالله دويم مرستيال حاجي محمد محقق وويل: مارشال محمدقسيم فهيم  په طبيعي ډول د جهاد او مقاومت په دوران کې خپل شخصيت څرګندکړ.
دى د جهاد له ارکانوڅخه و. دجهاد اومقاومت په دوران کې يې اساسي رول درلود. دملي اتل احمدشاه مسعود له شهادت وروسته يې د مقاومت رهبري په غاړه واخسته. مارشال په ټولو دوروکې زموږ نږدې همکار و. مړينه يې د افغانستان خلکو ته يوه ستره ضايعه ده.
مارشال محمدقسيم فهيم د ځانګړتياوو خاوند و. په جهاد اومقاومت کې يې کلکه اراده لرله. په ذهن کې يې د ماتې مفکوره نه پيداکيده.
د باخترآژانس دخبريال دخبر له مخې: د مارشال محمدقسيم فهيم د سنګر يو ملګرى امرالله صالح ويلي دي: مارشال محمدقسيم فهيم د خلکوپه جهاد او مقاومت او د طالبانو په دوران کې د خلکو دمقاومت په رهبرى کې کليدي رول په غاړه درلود. ز ده د ملي يو والى او د دموکراسۍ په ټينګښت کې ستر رول ولوباوه.
دجمهوري رياست نوماندانو محمد شفيق ګل آقا شيرزي او داوودسلطانزوى ويلي دي چې مارشال محمدقسيم فهيم له خلکو څخه سرپورته کړ او د ملي يو والى په تامينولوکې يې مهم رول ولوباوه.
دغه راز د جمهوري رياست نوماندانو ډاکتر عبدالله عبدالله او ډاکتر زلمي رسول د ډاډګيرنې په هغو پيغامونوکې چې ليږلي يې دي؛ مارشال محمد قسيم فهيم مړينه د افغانستان ملت ته يوه ستره ضايعه بللې ده.
په پارلمان کې د خلکواستازي ډاکتر سيد علي کاظمي ويلي دي چې خلک له مارشال محمدقسيم فهيم اودهغه له استثنايي مفکورو سره بلدتيا لري. ده داوسني نظام په ټينګښت کې مهم او اساسي رول ولوباوه؛ د رڼو اوعادلانه انتخاباتو ترسره کول يې يوه هيله وه.
په همدې ترتيب په پارلمان کې د خلکو استازي، احمد بهزاد، د سياسي مسئلو کارپوه احمد سعيدي، سيد حسين عالمي بلخي، نظري پرياني، ډاکترې حبيبې سرابي او محمد يونس قانوني له رسينو سره په خبروکې د مارشال محمدقسيم فهيم د سياسي اونظامي  ژوندانه له بېلابېلو اړخونوسره اړيکې ونيولې او هغه يې يو ميړنى او زړور شخصيت وباله چې د خپل ژوندانه تر وروستۍ ورځې پورې  دخلکو په خدمت کې و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته