امنیت

په لغمان ولايت کې د وسله والو طالبانو ترمنځ نښته پيل شوه

کابل- باختر د ورى دمياشتې ٤
دلغمان ولايت په علينګار ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د ډلې د دوو تنو سيمه ييزو قوماندانانو د افرادو ترمنځ نن نښته پيل شوه.
دغه نښته د دوو تنو سيمه ييزو قوماندانانو قاري شمس او قاري نبي دعلينګار ولسوالۍ د نورلام درې په ساحه کې ترمنځ پيل شوې ده چې تراوسه پورې دوام لري.
د لغمان ولايت امنيه قوماندان محمد داوود امين ددغه خبرپه تاييدولو سره دباختر آژانس خبريال ته وويل چې د طالبانو د افرادو ترمنځ په ساحه کې سخته جګړه دوام لري او د دواړو لورو افرادو د يوبل په سنګرونو د سپکو او درندو وسلو ډزې کوي خو تراوسه پورې د دواړو لورو د سر د زيان په باب خبر نه دى ترلاسه شوى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته