سیاست

دامريکا دبهرنيو چارو پخواني وزيره له افغان ښځو سره خپل کارته دوام ورکوي .

واشنګتن باختر  دسلواغي څوارلسمه
دامريکا دمتحده  ايالا تو دبهرنيو چارو پخوا ني وزيرې هيلري کلنتن ويلى دى چې امريکا له افغانستان څخه دوتلو لپاره دخپلو ځواکونو له تياري سره  جوخت ددغه هيواد د ښځو دبرخليک په باب انديښمنه ده .
هيلري کلنتن دامريکا دبهرنيو چارو دوزيرې په توګه له خپل مقام څخه له روانيدو مخکې  پرون وويل چې دافغانستان له ښځو سره ملاتړ دډيرې مهمې موضو ع په توګه  په پام کې لري
دى دلومړۍ ځل لپاره اعلام وکړ چې د بهرنيو چارو دوزيرې په توګه دخپل کار له پاى ته رسولو وروسته دافغان _ امريکا د ښځودشورا ديوې رييسې په توګه په جورج تاون پوهنتون پاتي کېږي .
ميرمن کلنتن زياته کړه په افغانستان کې دښځو اونجونو سوکالۍ دامريکا دمتحده ايالاتو لپاره دايمي انديښنه ده .
  دميرمن هيلري کلنتن  دڅرګندونو له مخې لاتراوسه پوري داسې باورونه شته چې اجازه نه ورکوي ښځو ته دبشپړ انسان په توګه وکتل شي او لاتراوسه پوري تاوتريخوالې شته .
ده اشاره وکړه که څه هم دافغانستان  ښځو  په ٢٠٠١ ميلادي کال کې دطالبانو درژيم له راپرځيدو وروسته ښه برياليتوبونه  ترلاسه کړي دي داهم يو واقعيت دي چې دټولنې په زياترو برخو په تيره بيا په کليوالي سيمه کې بيخې ناڅيز بدلونونه رامنځته شوي دي .
  ختم_ شکريه _ اکرم
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته