کابل باختردوري درې ويشتمه :
په کابل کې نجونو ته په دريو ورزشي څانګو کې روزنيز پروګرام پيل شو .
په دې پروګرام کې دکابل ښار دنجونوددريو ښوونځيو يوسلو پنځوس تنه زده کوونکي دفنلند دسفارت په مالي مرسته او دالمپيک دملي کميټې په همکارۍ دتکواندو، فوټبال او دواليبا ل په څانګو کې شپږ مياشتې زده کړه کوي .
دباختراژانس دخبرله مخې دغه يوسلو پنځوس تنه نجونې دکابل ښار درابعه بلخي ، سوريا اود صوفي محمد اسلام دليسو زده کوونکي دي.
دغه پروګرام د ابتکار براي زنان دموسسې په نوښت دنجونود فزيکي وړتيا دلوړولوپه مقصد پيل شوى دى.
0 د یوې دقیقې څخه لږ