ورزش

د تخت شاه د کرکټ ټيم د لوګر د سياليو اتل شو

کابل- باختر د وږي دمياشتې ٢٨
د تخت شاه دکرکټ ټيم د لوګر دکرکټ د دوبني تورنمنت په وروستى پړاوکې د مجاهد وطنوال ټيم ته په ماتې ورکولو سره د دغو سياليو اتل شو.
د کرکټ د دوبني تورنمنت وروستۍ لوبه پرون د تخت شاه او د مجاهد وطنوال د ټيمونو ترمنځ لوبه د لسګونو تنو ننداره کوونکو په وړاندې د لوګر ولايت د مرکز د کوچيانو د ليسې په ورزشي ډګرکې ترسره شوه.
لوبه لومړۍ د تخت شاه ټيم پيل کړه او په شلو اورونوکې يې خپل سيال ته د ١٤٦ منډو هدف وټاکه او د مجاهد وطنوال ټيم ونه کړاى شول دغه هدف ته ورسيږي او دويم مقام يې وګاټه .
د لوګر ولايت د کرکټ بورد مسوول محمدجان حقيار د باختر آژانس خبريال ته وويل: دکرکټ دوبني تورنمنت د دغه ولايت د مرکز او د اړوندو ولسواليو د ديرشو غوره ټيمونو ترمنځ د لوګر د کرکټ بورد له خوا د ځوانانو د ورزشي سازمان په مالي مرسته له نشه يي توکو سره د مبارزې تر عنوان لاندې د سوپرليګ په ډول پيل شوى و.
ده د دغه تورنمنت د ترسره کولو هدف له نشه يي توکو سره مبارزه، د خلکو او پوليسو ترمنځ د همغږۍ د رامنځته کولو او په دغه ولايت کې د کرکټ د ورزش وده وبلله .
دغه تورنمنت يوه مياشت دوام وکړ او د تخت شاه د ټيم په اتلوالي سره پاى ته ورسيد او په دې تورنمنت کې اته غوره ټيمونه د ليګ سياليو ته انتخاب شول .
حقيقار د دغه شان سياليو ترسره کول د کرکټ د ورزش د ودې په برخه کې ارزښتناک وبلل او څرګنده يې کړه چې د لوګر ولايت زيات اوسيدونکي دکرکټ له ورزش سره مينه لري.
ده  د ورزشي امکاناتو او ډګرونو نشتوالى په دې لاره کې مهم چلنجونه وبلل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته