سیاستخبرونهTOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

په اسلامي امارت اکثریتې نیوکې سالمې نه دي؛ شخصي ګټې په کې لټول کېږي

کابل, د سلواغې ۱۴ مه, باختر
تبصره
افغانستان کې د اسلامي امارت تر واکمنېدو وروسته ورسره جوخت په دغه ولسي حکومت د یو شمېر ګوتو په شمار کړیو نیوکې هم زیاتې شوې او په یو نه یو ډول د تخریب هڅه کوي، هغه هڅه چې تر دا مهاله بلکل ناکامه ده.
نیوکې کول د څرنګوالي له اړخه دوه ډوله دي، یو دا چې نیوکه د یو چا یا یوې ټولنې د اصلاح لپاره وي او دویم دا چې نیوکې د شخصي ګټو او له مقابل لوري سره د کینې، نفرت او حسادت له مخې وي.
اوس پوښتنه دا ده، چې اسلامي امارت له کوم ډول نیوکو سره مخ دی؟
دا یو واضیح حقیقت دی، چې د اسلامي امارت کشران او مشران یا هم د خپل ولس د ازادۍ اخیستلو لپاره د ګران وطن په خړو غرونو کې وخت تېر کړی او یا هم خپلې ږیرې یې د همدې ولس د هوساینې لپاره د زندان د تورو تمبو شاته سپینې کړي او الحمدلله اوس د همدې ولس لپاره په یوې منظمې حکومتي اډانه کې د خپل ولس لپاره کار کوي او د همدې ولس له منځه راپورته شوي خلک دي.
نو ویلی شو، چې عام ولس تر دا مهاله پر اسلامي امارت کومه خاصه نیوکه نه لري، ځکه مال او حال یې خوندي دی، امنیت کې ژوند کوي او قحطي نشته، هو حل کېدونکې اقتصادي کمزورتیاوې به وي خو په ټوله کې داسې حالت نه شته، چې بلکل قحطي وي او خل د سبا او بیګا وه نه لري.
پاتې شوه د نیوکو کیسه، چې د یو څو محدودو کړیو له لوري پر اسلامي امارت کېږي او په واضح ډول ښکاري، چې دغه نیوکې د اصلاح لپاره نه؛ بلکې د شخصي ګټو او کینې له مخې د پردیو په اشاره کېږي.
د دغو منتقدینو یا خو شخصي ګټې لکه قاچاق، د زمرودو او نور کانونو غیرې قانوني کیندنې، غلا، چور او چپاول، د ځمکو غصب، عیاشي او نور ورته موارد له منځه تللي او یا هم د یو ځانګړي تعصب او کینې له مخې دغه ډول نیوکې کوي او د خپلو شخصي ګټو د ترلاسه کولو لپاره هڅې کوي.
دوی داسې خلک دي، چې هېڅ کله د ولس په درد دردمند نه دي او نه په تېر کې وه، نو پکار ده ورته چې راشي له ولس څخه بښنه وغواړي او په تېر کې د ولس ټولې غلا کړې شتمنۍ بېرته بیت المال ته وسپاره او وطن کې په عزت سره ژوند وکړي، هم به یې عزت پر ځای وي او هم به د پردیو هېوادونو له غلامیو خلاص شي.
یوالی د افغانستان اړتیا ده، باید کار ورته وشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته