نړۍ

دپيښور دچاودنې دتلفاتو شميرزيات شو

پيښور ډي ډان  – باختر دمرغومې دمياشتې ٢٧
دپيښور ښار په يو جومات کې دايښودل شوي بم دچاودنې له امله  دوژل شويو شمير لسو تنو او دټپيانو شمير شپيتو تنو ته رسيدلى دى.
دپاکستان دډي ډان ورځپاڼي  دخبرله مخې  :   دغه چاودنه  پرون  دماښام دلمانځه په وخت کې  رامنځته شوه .
په دې وخت کې څه ناڅه زر تنه لمونځ کوونکي  په  جومات کې دلمانځه داداکولو لپاره راټول شوي وو.
عيني شاهدان وايي  دغه بم  څه  ناڅه پنځه کيلوګرامه وزن درلود   چې دغوړو په  يوه ډبلي کې ځاى پرځاى شوى و .
تراوسه پورې ددغه بريد مسووليت  چاپه غاړه نه دى اخيستى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته