کابل باختر د ليندى پنځلسمه :
په لوګر ولايت کې د فني او حرفوي زده کړو د مرکز د جوړولو کار نن پيل شو .
د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو وزيرې ډاکترې نسرين اورياخيل باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دغه ودانۍ د پنحه زره دوه سوه اتيا متره مربع حمکې په ساحه کې او د دغه وزارت له پرمختيايي بودجې څخه د شلو مليونو افغانيو په لګښت په دوو پوړونو کې په پاخه او اساسي ډول جوړيږي .
دى څرګنده کړه: په دغه روزنيز مرکزکې اداري او د لوست خونې، کتابتون، د کنفرانسونو سالون، پخلنځي، عصري تشنابونه او نور ملحقات په پام کې نيول شوي دي
دې وويل: ټاکل شوې ده په راتلوونکو کلونوکې د هېواد په کچه د فني او حرفوي زده کړو څه د پاسه ٩٠ مرکزونه جوړکړو .
0 1 دقیقه لوستل