امنیت

په هلمند کې د خونړي برید مخه ونیول شوه

لښکر ګاه باختر د سلواغې ۱۷ مه
د هلمند ولایت د لښکر ګاه ښار په مختار سیمه کې یو ځانمرګی بریدګر پولیسو ته تسلیم شو.
چارواکي وايي چې دغه ځانمرګی بریدګر تېره ورځ په خپله خوښه پولیسو ته تسلیم شوی دی.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک د باختر اژانس سیمه ييز خبريال ته وویل چې، وسله والو طالبانو دغه ځانمرګی بریدګر د یوه خونړي برید لپاره چمتو کړی و.
ځواک زیاتوي چې ځانمرګی بریدګر له چاودیدونکو توکو سره یوځای په خپله خوښه پولیسو ته تسلیم شوی دی.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته