سیاست

اسدالله خالد: په نږدې راتلوونکې کې هيواد ته ستنيږم

کابل  باخترمرغومي دمياشتې  ٢٥ :
د هيواد د ملي امنيت د رييس روغتيايي حالت مخ په ښه والى دى.
دباختراژانس د خبرله مخې: دملي امنيت رييس اسدالله خالد چې نږدې يوه مياشت  مخکې په کابل کې د يو ځانمرګې بريد له امله ټپي شوى و؛ افغان رسنيو ته د يو  ويډيويي پيغام  په ليږلوسره ويلى دى چې روغتيايي حالت يې مخ په ښه والى دى.
دى چې اوس د امريکاپه يو روغتون کې بستردى،دخلکو دخواخوږي اوغمشريکي له امله مننه او قدرداني کوي او ټولو ته يې ډاډ ورکړى دى چې روغتيايي حالت يې مخ په ښه والى دى او د ښه والې احساس کوي او تر دوه دريو اونيو پورې هېواد ته ستنيږي . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته