اقتصاد

پنځلس مليونه ډالره ليلاميږي

کابل باختر د مرغومي د مياشتې ٢٢:
مرکزي بانک (١٥) مليونه ډالره دداوطلبي له لاري ليلاموي .
مرکزي بانک په هغې خبرپاڼه کې چې باختر آژانس ته يې ليږلې ده ويلي دي              
  د افغانستان بانک د روان کال د مرغومي د مياشتې په ٢٣ نيټه د چهارشنبې دورځې په داوطلبي کې  (١٥) مليونه ډالره د ليلام په ډول پلوري.
په شرايطو برابرهغوصرافانواوتجارتي بانکونوته چې پخوايې يومليون ٥٠٠ زره افغانۍ يې د تضمين په ډول دافغانستان بانک د بازار د عملياتو په لوى مديريت کې تحويل کړې دي؛ بلنه ورکول کيږي چې په دغو داوطلبيوکې ګډون وکړي او دليلام ګټوونکي مکلفيت لري چې خپل  حسابونه دې  دورځې په پاى کې تصفيه کړي  .
له ټولوبرخه والوڅخه غوښتنه کيږي چې د داوطلبۍ فورمې د سهار تر نهوبجو پورې د بازار د عملياتو له مديريت او په ( هرات، جلال آباد، قندهار، مزارشريف  او ګرديز ) کې د افغانستان بانک د زونونوله مرکزونو څخه ترلاسه کړي او تر نهو بجو او لسو دقيقو پورې دې بېرته اړوندو موظفينو ته وسپاري .
هغه صرافان چې تراوسه پورې يومليونو پنځه سوه زره افغانۍدتضمين په ليلامونوکې دګډون په مقصدنه دي تحويل کړي؛ کولاى شي له داوطلبى څخه يوه ورځ مخکې دخپل تضمين پيسې تحويلې اوپه راتلوونکو ليلامونو کې دې ګډون وکړي.
د يادونې وړ بلل کيـــــږي چې دمعاملــو قسمي تر سره کول  مجاز نه  دى، د   ليلام
ګټوونکي دې د خپل  ذمت  پيسې ټولې يوځاى په  نغدي ډول اوپه حوالــــې سره     په ټاکلې موده کې په  بانک کې تحويلې  کړي.
يادونه: مزايده کوونکي نه شي کولاى له ټولو اعلام شويو پيسو څخه په سلوکې له دريو څخه زياتې پيسې وغواړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته