امنیت

د هوايي بريدونو په ترڅ کې ۱۳ تنو وسله والو ته مرګ ژوبله واوښته

متون باخترد وږي دمياشتې ۱۵ مه
د افغان امنيتي ځواکونو په دوو بېلابېلو هوايي بريدونو کې ديارلسو تنو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله واوښته.
باختر اژانس ته د ۲۰۳ تندر قول اردو په رالېږدول شوې خبر پاڼه کې ويل شوي چې لومړي هوايي بريد د خوست ولایت دنادرشاه کوټ ولسوالۍ دشمباوت درې د پلوڅې په سیمه کې شوی چې له امله یې اووه تنه وسله وال مخالفين وژل شوي او يو سراچه موټر يې هم له منځه وړل شوی دی.
د سرچنينې په وينا دوهم بريد د غزني ولایت د ده یک ولسوالۍ په مربوطاتو کې شوی چې په ترڅ کې يې،څلورتنه وسله وال مخالفین وژل شوي، دوه تنه يې ټپیان شوي او یو شمېر درنې او سپکې وسلې يې هم له منځه وړل شوي دي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته