کابل باختر د زمري دمياشتې ١ :
د افغانستان په ځينو ختيځو سيمو د پاکستاني پوځيانو د نويو راکټي بريدونو له امله شپږ تنه ملکي وګړي شهيدان او درې تنه نور ټپيان شول.
په دغو ملکي وګړو دننګرهار ، نورستان او دکونړ په ولايتونو کې د دوى په کليو کې بريد شوى دى.
د را رسيدلو خبرونوله مخې : دغه راکټي بريدونه د سه شنبې له ورځې څخه زور د اخيستی دی او تر نن غرمې پورې يې دغه راز دوام درلود.
د افغانستان په ختيځ کې د سرحدي پوليسو يوه قوماندان د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د پاکستان پوځيانو د دغو راکټي بريدونوله امله د دوو ښځو او يو ماشوم په ګډون شپږ تنه ملکي وګړي شهيدان او درې تنه نور ټپيان شول.
ده وويل: د ننګرهار ولايت د نازيانو، د کونړ ولايت د شيګل، ناړۍ او د دانګام او د نورستان ولايت د کامديش ولسوالۍ د وروستيو ٢٤ ساعتونو په بهيرکې په وروستيو پنځو کلونوکې د پاکستاني پوځيانو د سختو راکټي بريدونو ډګر و .
له بله پلوه د افغانستان په ختيځ کې سيمه ييز مقامات وايي چې دپاکستاني پوځيانو د دغو راکټې بريدونو له امله د استوګنې په لسګونو کورونه ويجاړ شوي دي او کروندو ته هم زيان اوښتى دى.
دوى د افغانستان په کليو د پاکستاني پوځيانو راکټي بريدونه په هېواد باندې ښکاره تيرى وباله او ويې ويل: د مرکزي مقاماتو د لارښوونې په صورت کې دغو يو اړخيزو بريدونو ته د ځواب ورکولو وړتيا لري. د دغو راکټي بريدونو په اعتراض کې د افغانستان دبهرنيو چارو وزارت په کابل کې دپاکستان سفير احضار کړ .
دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين حکمت خليل کرزى د پاکستاني پوځيانو په دغو راکټي بريدونو د افغانستان اعتراض سيدابرار حسين ته څرګند کړ.
کرزي دغه بريدونه دپاکستان له خوا د افغانستان د ملي واکمنۍ او د ځمکنۍ بشپړتيا نقضول وبلل او له ځنډ پرته د دغو بريدونو د بندولو غوښتنه يې وکړه.
د افغانستان په ځينو ختيځو سيمو د پاکستاني پوځيانو راکټي بريدونه څه ناڅه څلور کاله مخکې د نوي هجري لمريز کال په لومړيو ورځو کې پيل شول او تراوسه پورې دوام لري.
دغه بريدونه د افغانستان او امريکا ترمنځ د ستراتيژيک تړون له لاسليک کولو او د ملي وحدت د حکومت له جوړيدو وروسته د کابل او اسلام اباد د اړيکو په ښه کيدو سره دوه ځلې بندشول او اوس بيا دغه بريدونه له سر پيل شوي دي.
د نه تائيد شويو شمېرنوله مخې: ددغو بريدونو په بهيرکې څه ناڅه ۲۰ زره توغندي د پاکستاني پوځيانو له خوا دافغانستان په ځينو ختيځو سيمو توغول شوي دي چې تر اوسه پورې څه ناڅه سلو تنو کليوالو افغانانو ته مرګ ژوبله اړولې ده .
پاکستان تر اوسه پورې ددغو راکټي بريدونوپه باب نطر نه دى څرګند کړى.
0 2 دقیقې لوستل