اقتصاد

د پمپ استیشنونو او نفتي ذخایرو د معیاري کیدو څیړنیز کمېسیون غونډه ترسره کړه

کابل_باختر د تلې د مياشتې٢مه
د جمهور رئیس محمد اشرف غني له حکم او د وزیرانو شورا له مصوبې سره سم د اجرائیه ریاست د لومړي مرستيال انجنیر محمد خان په مشرۍ د پمپ استیشنونو او نفتي ذخایرو څیړنیز کمېسیون غونډه وکړه.
د اجراييه رياست د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې غونډه کې چې دسوداګرۍ او صنایع ، کورنیو چارو وزارت او د ملي ستندرد او دچاپېریال ساتنې ادارو، د سوداګرۍ خونې استازو او د پمپ استیشنونو د اتحادیې  استازو برخه اخیستې وه ، د کابل ښار د غیر معیاري پمپ استیشنونو او نفتي ذخایرو د مخنیوي په اړه خبرې وشوې.
د کمېسیون مشر او د اجرائیه ریاست لومړي مرستيال انجنیر محمد خان پانګه والو ته د پانګونې زمینه برابرول د دولت له مسوولیتونو وبلل او زیاته يې کړه چې پانګه وال هم باید شته معیارونه په نظر کې ونیسی او د خلکو مصونیت ته پاملرنه وکړي.
لومړي مرستيال په روان جنګي حالت کې د خلکو څخه په ډکو سیمو کې د غیر معیاري پمپ استېشنونو شتون له خطر ډک وباله او زیاته يې کړه چې دولت او خصوصي سکټور باید په ګډه د دغې ستونزې د حل په موخه په ګډه هڅې وکړي.
د سوداګرۍ خونې د بهرنیو اړیکو مشر اذرخش حافظي په دې برخه کې شته فساد ته په اشارې سره وویل چې هېواد ته بې کیفیته تیل واردیږی چې له یوې خوا د هوا د ککړتیا او له بلې خوا د نقلیه وسایطو د له منځه تلو سبب ګرځي.
حافظي په سټنډرد اداره غږ وکړ چې د بې کیفیته تیلو له واردولو مخنیوی وکړي. نوموړي همدا رنګه زیاته کړه چې د ټسټ بیه په ټن پنځه ډالره ده چې د نورې نړۍ په پرتله ډېره زیاته ګڼل کیږي.
د سوداګرۍ خونې مرستيال خانجان الکوزي له دولت سره په اصلاحاتو کې د مرستې ډاډ ورکړ او ژمنه يې وکړه چې د غیر معیاري پمپ استیشنونو په معیاري کولو کې به له دولت سره اوږه په اوږه کار وکړي.
په پای کې د کمېسیون مشر او د اجرائیه ریاست لومړي مرستيال انجنیر محمد خان اړوند ادارو ته سپارښتنه وکړه چې په ګډه سره د پمپ استیشنونو ستونزې او د معیاري کیدو پر وړاندې یې پراته خنډونه وڅیړي او د حل په موخه يې د روانې میاشتې تر وروستیو پورې بشپړ اقدامات تر سره کړي.#
پاى_ج

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته