امنیت

په زابل کې د طالبانو ترمنځ خپل منځي جګړې .

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ١٥
د زابل ولايت د طالبانو د ډلو ترمنځ دخپل منځي جګړو ډګرو چې له امله يې دلسګونو تنو جګړه مارانو دمرګ ژوبلې سبب شوى دى دغه جګړه تيره شپه پيل شوه او تر نن سهار پورې يې دوام وکړ جګړه د طالبانو د ډلې دانشعابي څانګې دملا رسول دافرادو او دغې ډلې د اوسنۍ مشر ملاهيبت الله دپلويانو ترمنځ رامنځته شوې ده .
د زابل ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت امر جنرال غلام جيلاني فراهي باختر آژانس ته وويل په دې جګړو کې څلويښت تنه طالبان وژل شوي دي او په لسګونو تنه نور ټپيان شوي دي.
په ځينو رپوټونو کې ويل شوي دي چې دملا رسول او دملا هيبت الله څو تنه جګپوړي قوماندانان هم په وژل شويو او ټپيان کې شامل دي .
د طالبانو دانشعابي څانګې مشر ملا رسول د طالبانو اوسنى مشر ملاهيبت الله نه مني.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته