ورزش

دميرمنو په نښې ويشتلو سره دالمپيک اوونۍونمانځل شوه .

کابل باختر  د غبرګولي  يو ديرشمه
دالمپيک  داوونۍ  له دريمه ورځ څخه  نن دکورنيو چارو  په وزارت کې دنښې ويشتنې په سياليو سره ونمانځل  شوه
دالمپيک دملي کميټې دخپرونومسوول منور شاه دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دغوسياليو کې دکورنيو له چارو وزارت څخه پنځوسو تنو ميرمنو ګډون کړي و او په لايزري  تومانچو يې نښې ويشتلې .
ديادونې وړ ده چې ددغوسياليو په پاى کې په غوره نښې ويشتوونکو  سوغاتونه  او نغدې جايزې وويشلې  شوې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته