امنیت

اته تنه وسله وال طالبان په فارياب کې ووژل شول .

-کابل باختر د لړم ديارلسمه :
اته تنه وسله وال طالبان تيره شپه په فارياب ولايت کې دهېواد دپوځيانو په  هوايي بيريدونوکې ووژل شول .
د٢٠٩ شاهين قول اردو  وياند باختراژانس ته وويل په دغو طالبانو ددغه ولايت دخواجه سبز پوش  او شيرين تګاب دولسواليو په اسلام قلعه  او تپه قشلاق  کليو کې هوايي بريدونه وشول او ووژل شول .
يوه اړونده خبرځاى وويل  چې په دې بريدونوکې دولس تنه نور طالبان سخت ټپيان شول .
دغه راز دفارياب ولايت دغورماچ ولسوالۍ په ابګرمک  کلي کې نن د ډار اچوونکو دوه ښخ کړى شوي ماينونه کشف او شنډ کړى شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته