کابل/باختر/ د وږي٢۳ مه
د تخار په ورسج ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو يو قوماندان له ٢٣ ملګرو سره یې د هېواد له دفاعي او امنيتي ځواکونو سره يوځاى شول.
د تخار د امنيې قوماندانۍ وياند خليل اسير دباختر آژانس خبريال ته وويل: دغه وسله وال طالبان چې په کران او منجان ولسوالۍ کې د دولت پرخلاف وو او د تخار په ورسج ولسوالۍ راغلي وو؛ پرون له خپلو جنګي وسايلو سره له پوځيانو سره يوځاى شول.
ختم- عطاالله – اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ