نړۍ

په عراق کې د اويا تنو وژل کيدل .

 بغدادرويترز  باختر د تلي څوارلسمه
څه  نا څه  اويا  تنه شيعه يان  پرون په عراق کې په  دوو  جلا جلا ځانمرګو بريدونو کې ووژل شول .
دباختراژانس دخبر له مخې :  څه ناڅه ٤٨ تنه  زيارت کوونکي چې کاظميې ته روان و دځانمرګي بريد له امله  ووژل  شول او سل تنه  نور ټپيان شول .
دغه راز دولس تنه نور د بلدښارپه يو رستورانټ کې ديو بم دچاودنې له امله ووژل شول .
تراوسه پورې ددغو بريدونو  مسووليت چاپه  غاړه نه دى اخستى  .
په عراق کې په  معمولي توګه  په القاعده پورې تړلې مليشې په شيعه يانو بريدونه کوي .  له بله  پلوه وسله والو کسانو ديو خصوصي ټلويزيوني  شبکې  په دوو تنو خبريالانو د موصل په ښار کې ډزې وکړې  او هغوى يې  ووژل او دغه راز  دالانبار ولايت دپلټنې په يوې پوستې دوسله والو کسانو دبريد له امله څو تنه ووژل شول .
په  وروستيو  اوونيو کې په عراق کې فرقه يي تاوتريخويالى زيات شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته