سیاست

دپروفيسر مجددي په مشرۍ غونډه جوړه شوه

ددوديزي لويي جرګي دجوړولو لپاره دتياري دکميسيون دمخه ښي غونډه نن له غرمې وروسته دپروفيسر حضرت صبغت الله مجددي په مشرۍ د وزيرانوشورا په ماڼۍ کې جوړه شوه .

لومړۍ ددوديزي لوي جرګي دجوړولو لپاره د تياري دکميسيون رييس او دلوي جرګي رييس پروفيسر حضرت صبغت الله مجددي په برياليتوب سره دلوي جرګي دجوړيدو له امله دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس دکميسيون غړو ، دارالانشا او دهيواد ټول مسلمان ملت ته مبارکي وويله .

دکميسيون دغړو او دارالانشا کړه وړه يې وستايل

او زياته يي کړه هيڅ يو تن په يوازيتوب سره کوم کار نه شي ترسره کولي يوبل ته مو ټولو لاسونه ورکړل چې دغي جرګي خپل کار په برياليتوب سره پاى ته ورساوه او دامريکا له متحده ايالاتو سره په برياليتوب سره دستراتيژيک موافقه ليک او دسولې دبهير دڅرنګوالي په باب داستازو رغنده سلا مشوري په يوه مشورتي پريکړه ليک کې تصويب اوحکومت ته وړاندې شوي .

وروسته ددوديزي لوي جرګي دجوړولو دکميسيون ددارالانشا رييس صادق مدپر په برياليتوب سره ددوديزي لوي جرګي دجوړيدو له امله يي دکميسيون غړو ته مبارکي وويله او دپروفيسر حضرت صبغت الله مجددي په مشرۍ يي ددوديزي لوى جرګي دجوړولو دکميسيون کړه وړه او د کميسيون په مشرۍ دددارلانشا دکړو وړو له امله خوښي وښودله او ددوديزي لوى جرګي درياست په دنده يې دده ټاکنه دوياړ سبب وباله .

هغوي دوديزه لويه جرګه يوه بشپړه افغاني جرګه وبلله او زياته يي کړه دنوروجرګو په نسبت ددغي لوى جرګي ښه والي په دي کې و چې ټول ملکي او امنيتي کارکوونکي يي افغانان و او په دي بهير کې له نړيوالو مرکزونو څخه هيڅ ډول مرسته ونه غوښتل شوه چې دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوري رياست دبيلابيلومرکزونو دظرفيت څرګندوي دي .

ددوديزي لوى جرګي ددارالانشا رييس مکافات او مجازات دچارو په پرمختګ کې يو مهم اصل وباله او وړانديز يي وکړ چې دهيواد ددولتي ادارو ، مدني مرکزونو او ويښو امنيتي ځواکونو هغو کارکوونکو ته چې په برياليتوب سره ددوديزي لوي جرګي دچارو په پرمخ بيولو کې فعاله ونډه درلوده دهغوي هلې ځلې وستايلي شي .

څرنګه چې په برياليتوب سره ددوديزي لوى جرګي جوړول دهغوي دشپي اوورځې اونه ستړي کيدونکو مستقيمو هلوځلو نتيجه ده چې دکميسيون دتاييد وړ شو وروسته دکميسيون غړو په وار سره په برياليتوب سره دوديزي لوي جرګي دجوړولو له امله دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس ، پروفيسر حضرت صبغت الله مجددي ، دکميسيون غړو او دارالانشا غړو او دهيواد مسلمان ملت ته مبارکي وويله او ددولت دکارکوونکو دستايني دڅرنګوالي په باب يي چې ددغې بهير په پرمخ بيولو کې يي ونډه درلوده خپلي نظريي څرګندي کړي
غونډه دخلکو دخير او فلاح او په هيواد کې دسولې او ثبات دتامينولو په مقصد دوديزي لوى جرګي دپريکړه ليک دعملي کولو په دعا سره پاى ته ورسيده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته