ټولنه

په لغمان کې له یتیمانو سره مرسته وشوه

کابل / د غبرګولي ۱۹ مه / باختر
د لیف موسسې په لغمان کې له ۷۸ یتیمانو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وکړه.
د باختر آژانس د سیمه ييز خبریال د خبر له مخې؛ په مرسته کې پر هر یتیم ماشوم اوړه، وریجې، غوړي، چای او روغتیايي کیټونه ووېشل شول.
د لیف موسسې مسوولین وایي چې دغه مرستې به له یتیمو ماشومانو سره  تر ۱۸ کلنى پورې هره میاشت وکړي.
پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته