ټولنه

درې تنه پوليسان په نښته کې شهيدان شول.

کابل – باختر دلړم دمياشتې ٣٠
دپوليسو درې تنه سرتيري په فراه کې شهيدان شول.
دفراه ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند دباختر آژانس خبريال ته وويل چې نښتې له پرون ورځې راپه دې خوا دامنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ دفراه ولايت دبالابلوک ولسوالۍ د شينوارى په کلي کې دوام لري. چې له امله يې دپوليسو درې تنه سرتيري شهيدان او اووه تنه نور پوليسان ټپيان شول.
ويل کيږي په دغو نښتو کې دملي اردو يو ټانک هم د طالبانو د دوه اتيا ملي متري توپ دلګيدو له امله ويجاړ شوى دى .
نښتې دوام لري او د طالبانو دسر د زيان دقيق شمير تراوسه پورې روښانه نه دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته