کابل باختر د ليندي دولسمه :
يوه ډله انسان تښتوونکي د امنيتي ځواکونو له خوا په پروان ولايت کې ونيول شول.
دپروان ولايت د امنيې قوماندانۍ له جنايي جرمونوسره د مبارزې مدير لطف الرحمن رشادباخترآژانس ته وويل: دغو انسان تښتوونکو تېره شپه دچاريکارو ښار په مربوطاتوکې دپوليسو دځواکونو له خوا په يوه پټنځاى کې ونيول شول.
ده د انسان تښتوونکو د شمېر په باب جزئيات ورنه کړل.
له نيول شويو کسانوڅخه تحقيقات پيل شوي او په دوى د انسان تښتونودڅوپيښو تور لګول شوى دى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ