کابل باختر دزمري نولسمه :
د فارياب ولايت په مرکز ميمنې ښار او د دغه ولايت په دريو ولسواليوکې د بريښنا بهير له تيرې شپې را پديخوا بند شوى دى .
ويل کيږي چې د بريښنا بهير د بريښنا ليږدونې يوې ستنې ته څېرمه له چاودنې وروسته بند شوى دى .
دفارياب ولايت د شيرين تګاب ولسوال سيد لقمان ګهريک د باختر آژانس خبريال ته وويل: د وسله والو طالبانو له خوا د شيرين تګاب ولسوالۍ په ريش تپه ساحه کې د بريښنا د ليږدونې يوې ستنې ته څېرمه ايښودل شوي ماين وچاوديد چې د فارياب ولايت د شيرين تګاب، پښتون کوټ او د خواجه سبز پوش په ولسواليو او د ميمنې په ښارکې د بريښنا د بهير د ځنډيدو سبب شوى دى .
خبرځاى وويل: د فارياب بريښنا رياست موظفينو ساحې ته رسيدلي دي او هلي ځلې کوي چې غوڅ کړى شوي مزي بيا ترميم کړي .
0 1 دقیقه لوستل