امنیت

يو تنکى ځوان په بلخ کې د انسان تښتوونکو له منګولو څخه آزاد شو

– کابل/باختر/ د غبرګولي د میاشتې ۴ مه
يو تنکى ځوان پرون په بلخ ولايت کې د انسان تښتوونکو له منګولو څخه آزاد شو.
د بلخ ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند عادل شاه عادل په يوه خبري غونډه کې د شيرمحمد چې د فارياب ولايت اصلي اوسيدونکى او اوس په مزارشريف ښار ژوند کوي، د د خوشې کولو خبر ورکړ.
ده وويل چې دغه تنکى ځوان دوه ورځې مخکې د پنځو تنو له خوا د مزارشريف ښار له مربوطاتو څخه وتښتول شو او د نهرشاهي ولسوالۍ ته لېږدول شوى و.
عادل زياته کړه: پوليسو د دغه ځوان هلک د تښتولو په اړوند يو تن نيولى او د هغه د ملګرو د نيولو لپاره د پوليسو هلې ځلې پيل شوې دي .
پاى ذکرالله

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته