کابل باختر د وږي څلورمه :
دعشر دويشلو پرسر اختلاف په سمنګانو کې دوسله والو طالبانو دډلې ديوه مهم سړى دوژل کيدو سبب شو .
دسمنګانو په ولايت کې دوسله والو طالبانو دډلې يو کليدي اومشهور سړى مولوي حبيب الرحمان د عشر دويش پرسر شخړه کې چې له خلکو څخه يې راټول کړي و له يوه همکار سره يې دوسله والو طالبانو دډلې ديوبل قوماندان حميد الله له خوا ددغه ولايت دحضرت سلطان ولسوالۍ په هزاره قدوق ساحه کې ووژل شول .
ديوبل خبرله مخې وسله والوطالبانو دسمنګانو ولايت دکوز دره صوف ولسوالۍ دلباني دکلي دجومات ملا امام په ډزو سره وواژه .
دکوز دره صوف ولسوالۍ امنيه قوماندان عبدالله ظفري باختراژانس ته وويل چې دغه ملاامام څه موده مخکې له وسله والو طالبانو سره له همکارۍ څخه لاس اخستى و .
0 1 دقیقه لوستل