امنیت

اته طالبان په زابل کې ووژل شول

کابل / د وري ۱۵ مه / باختر
اته وسله وال طالبان تېره ماښام په زابل کې له افغان ځواکونو سره په نښته کې ووژل شول.
د زابل امنیه قوماندان مل پاسوال محمد ویس صمیمي وايي چې دغه وسله وال طالبان د زابل د شهر صفا ولسوالۍ په خواجه بابا سیمه کې د افغان ځواکونو په کمین کې وژل شوي دي.
هغه زیاته کړه چې امنیتي ځواکونو دغه راز د دښمن ۱۲ موټرسایکلونه، دوه پیکاوې، دوه توغندي او سپکې وسلې هم ترلاسه کړې.
په دې جګړه کې امنیتي ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.
پای/ داوودزی

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته