سیاست

جمهور رئیس غني د یو پیغام په ترڅ کې د هند د پخواني جمهور رئیس د مړینې له امله دډاډګيرنې مراتب څرګند کړل

کابل باختر د زمري شپږمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د هند د پخواني جمهور رئیس عبدالکلام د مړینې له امله د هند د صدراعظم  ښاغلي ناریندرا مودي په نامه په دې شرحه نوي ډهلي ته د خواخوږۍ او ډاډ ګیرنې پیغام ليږلى دی:
"په ژورې خواشینۍ سره مې د هند د پخواني جمهور رئیس او نامتو ساینس پوه ښاغلي عبدالکلام د وفات خبر ترلاسه کړ. ارواښاد عبدالکلام د هند د یوولسم جمهور رئیس او د نړۍ د یوه مخکښ ساینس پوه په توګه هند ته ستر خدمتونه ترسره کړي دي. بشپړ باور لرم چې د هند ستر ولس به د خپل دغه لوی خدمتګار لاس ته راوړنې او خدمتونه تل په یاد وساتي.
زه د هند د دغې سترې ضایعې په ویر کې ځان شریک بولم، په دې وسیله د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب تاسو جلالتمآب، د هند دوست ولس او د ارواښاد درنې کورنۍ ته وړاندې کوم."
په دغه پیغام کې جمهور رئیس غني د هند صدراعظم ښاغلي ناریندرا مودي ته د ښې روغتیا او د هند دوست ولس ته د لا پرمختګ او سوکالۍ هیله کړې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته