کابل/دتلې ۲۲ مه/باختر
جمهوري ریاست د زابل په مرکز قلات ښارکې د وروستۍ خونړۍ پېښې له قربانیانو سره نغدي مرسته کوي.
د روان کال د وږي په ۲۸ مه د زابل په مرکز قلات ښار کې د موټر بم په چاودنه کې لسګونه عام وګړي ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.
له جمهوري ریاست څخه زابل ته د ورغلي پلاوي مشر محمد طاهر ساپي د باختر آژانس سیمه ييز خبریال ته ویلي دي چې په دې مرسته کې د هر شهید کورنۍ ته ١٠٠ زره افغانۍ او د هر ټپي ته به ٥٠ زره افغانۍ ورکړ شي.
پای/وصال