فرهنګ

دکابل او پيکينګ ترمنځ د ديپلوماتيکو اړيکو دتاسيس نهه پنځوسمه کاليزه نن په کابل کې دچين په سفارت کې ونمانځل شوه .

کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ٢٣
د اطلاعاتو او فرهنګ د وزارت او دچين دولسي جمهوريت د لوى سفارت له خوا دافغانستان دجمهوريت او دچين جمهوريت ترمنځ د ديپلوماتيکو اړيکو دتاسيس نهه پنځوسمه کاليزه نن په کابل کې ددغه هيواد په سفارت کې ونمانحل شوه .
دباختر آژانس دخبرله مخې :
په هغې غونډه کې  چې له همدې امله دافغانستان د يو شمير دولتي مقاماتو ، يو شمير ديپلوماټانو او ديو شمير کورنيو او بهرنيو ميلمنو په ګډون جوړه شوې وه دچين د دولسي جمهوريت لوى سفير ددغه  ګډ پروګرام د  جورولو په خاطر دافغانستان داسلامي جمهوريت د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت څخه دمننې  په ترڅ کې په افغانستان کې په بيلابيلو برخو کې د دغو مرستو دپراختيا او اړيکو په باب خبرې وکړي او ويې  ويل ،  په بيلابيلو برخو کې به دافغانستان له خلکو سره دچين دولسي جمهوريت دحکومت او خلکو مرستې  دوام وکړى  .
ده  دغه راز  زياته  کړه  موږ به په راتلونکو پنځو کلونو له ګاونډيو هيوادونو سره خپلې اړيکې پراخې کړو.
دچين سفير يوځل بيا ټينګار وکړ  موږ نه يوازې  په اقتصادي برخو دافغانستان له خلکو سره مرسته وکړو بلکې دسولې دتامينولو په برخه کې په هم مرسته وکړو .
وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزير ډاکتر سيد مخدوم رهين دافغانستان له خلکو او حکومت سره دچين د دوامدارومرستو په خاطر د دغه هيواد له خلکو او حکومت  څخه دننې په ترڅ د دواړو هيوادونو د اړيکو دتاريخچې په باب معلومات ورکړل او ويې  ويل د خوشحالۍ ځاى ديى چې نن دافغانستان او چين ترمنځ د ديپلوماتيکو اړيکو دپيل نهه پنځوسمه کاليزه نمانځو.
ډاکتر رهين زياته کړه  که څه هم موږ له خپل سترګاونډى سره  دوه زره  کلنې  اړيکې لرو  له هغه وخت څخه  چې د وريښمو لاره متمدنه نړۍ سره نښلوله  ټينګ فرهنګى ، سياسي او اقتصادي پيوند مو لرل چې دغه پيوند تر پيړيو  پيړيو پورې دوام وکړ . خو نهه پنځوس  کاله مخکې دافغانستان او چين ترمنځ  اړيکې  خپل  پړاوته  ورسيدې چې دچين دولسي جمهوريت خلکو او حکومت زموږ دملي ژوند په نوى  پړاو کې زموږ دخلکو ترڅنګ  ودريدل او په بيلابيلو برخو کې يې له افغانستان سره مرستې وکړې  او دهيواد په بيارغاونه کې يې فعاله ونډه واخسته.
دغه راز په دې غونډه کې يو شمير برخه والو په خپلو ويناو کې د افغانستان او چين ترمنځ داړيکو د لازيات ښه والي  په اړوند نظر څرګند کړل  او په بيلابيلو برخو کې يې چين دلازياتو مرستو غوښتنه يې وکړه او په افغانستان کې يې ددغه هيواد په زياتې پانګې اچونې ټينګار وکړ او د اړيکو په ټينګښت او پراختيا کې يې د دواړو هيوادونو دخلکو رول مهم  وباله .
دافغانستان او دچين دولسي جمهوريت ترمنځ ديپلوماتيکي اړيکې په رسمي ډول په ١٩٥٥ کال کې ټينګې شوې  دافغانستان او چين ترمنځ تاريخي اړيکې په اوومه  ميلادي پيړۍ کې پيل شوي او هغه وخت ويل کيدل چې دچين مانکانو مشر دباميانو له درې  څخه ليدنه کړې ده  اود بودا دوه سترې مجسمې يې ستايلي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته