ټولنه

په هرات کې په ترافيکي پېښو کې څه نا څه دوه سوه اویا کسان ټپیان شوي دي

کابل/باختر/ د چنګاښ ٢٤مه
د هرات د حوزوي روغتون سرطبیب ډاکترمحمد عارف جلالي وايي، چې په تېرو دوو اوونيو کې په ترافیکي پېښو کې څه نا څه دوه سو اویا  ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.
د هرات د حوزوي روغتون سرطبیب څرګنده کړه، چې د دغو ترافیکي پېښو ټپیانو۱۶۷ يې نارینه ، ۸۰ ماشومان او ۳۱ نور يې ښځې دي چې په ټوله کې په تېرو دوو اوونيو کې ۲۷۸ کسان ټپیان شوي دي .
جلالي  زیاته کړه، چې دوه نور کسان هم په ترافیکي پېښه کې وژل شوي دي.
سرچينه زياتوي چې د دغو پېښو زیاتوالى د چلوونکو بې غوري ، د وسایطوچټکتیا او د ترافیکي قوانینونه مراعتول دي.
ختم – ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته