نړۍ

دداعش دويم لمبر سړى وژل شوى دى .

تهران  باختر  دثور  دولسمه :
دداعش ډلې  له ابو بکر البغدادي وروسته ددغې ډلې ددويم لمبر  سړي ابو علي الانباري په وژل کيدو اعتراف وکړ .
دعراقي السومري نيوز انترنتي سايت دخبر له مخې ، دداعش تروريستي ډلې دده دوژنې څرنګوالى  نه دى په داګه کړى .
  دغه راز عيني شاهدانو هم خبر ورکړى دى چې الانباري يو حقوقي شخصيت و چې څو لقبونه په تيره بيا علا العفري او ابو العلا قرداش لقبونه يې  لرل .
ددغه خبر له مخې :دى دفزيک دڅانګې  ماهرو  چې په  ١٩٨٠ کال کې له بنسټپالو ډلو سره يوځاى شوى دى .
  ده دعراق دپخواني جمهور رييس  صدام حسين ددولت له فشارونو وروسته  په  ١٩٩٠ کال کې له بغداد څخه ووت او افغانستان ته راغلى و .
  الانباري په  ٢٠٠٠ ميلادي کال کې دعراق په شمال ختيځ کې سليمانيې ته ستون شو او په  ٢٠٠٤ کال کې دالقاعده  له تروريستي ډلې سره يوځاى شو .
دعراق  دکورنيو چارو وزير د ١٣٩٤ کال دليندۍ  دمياشتې په ٢١ نيټه په يوه وينا کې  دعراق اوسوريې په پوله کې دالجزيرې په سيمه کې  دابو علي الانباري  او دداعش دنورو پنځلسو تنو غړو دټپي کيدو خبر ورکړى و .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته