سیاست

دافغانستان داسلامي جمهوريت دکابينې غونډه جوړه شوه .

-کابل باختر  دثور  ديرشمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دکابينې غونډه  نن  له غرمې مخکې دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس محمد اشرف غني  په مشري  دجمهوري رياست  په ارګ کې جوړه شوه .
دجمهوري رياست دچارو  دادارې دلوى رياست دمطبوعاتو اوعامه پوهاوي رياست باختراژانس ته خبر ورکړ .
لومړۍ  دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس  دپيښو دڅيړنې په چارو کې  ددولت دوزير  دفتر او نورو اړوندو وزارتونو ته دنده وسپارله  چې دسرپل ولايت  دکوهستاناتو او بلخاب  په ولسواليو کې  دسيلاونو له امله دشهيدانو له کورنيو او زيانمنو شويو کسانو ته  ددولت مرستې  وليږدوي او وويشي .
دغونډې دکار په دوام  دافغانستان داسلامي جمهوريت کابينې دهېواد  له امنيتي ځواکونو ، دملي دفاع او دکورنيو چارو له  وزارتونو ، دملي امنيت  له لوى رياست او له کابل ګارنيزيون څخه دتيرې دوشنبې دورځې  په مظاهرو کې دګډو هڅو او دخاصو امنيتي تدبيرونو په خاطر مننه وکړه .
  ورپسې  دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس  په صفوي دورې  پورې اړوند  دکابل موزيم   ديوشمير غلا کړاى شوي تاريخي آثار  چې په ١١٠٣هجري قمري کال کې  دهرات  په لرغوني ښار کې جوړشوي دي  او شاوخوا يې  دشعرونو او تاريخي  سنو په کيندنې سره  ميناتوري شوي دي او په لندن کې  دافغانستان داسلامي جمهوريت دسفارت له خوا  دکابل دموزيم او دلرغوني موزيم  دبرتش په مرسته  او دوروستۍ  سفر په بهير کې دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس ته سپارل شوي و  ،  دکابل  دموزيم  رييس ته وسپارل  چې دکابل موزيم دنورو اثارو  تر څنګ  ثبت او راجستر شي .
وروسته  دملي وحدت دحکومت اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله  دخپل هغه  وروستي سفر په باب  چې دچين دولسي جمهوريت دصدراعظم په رسمي بلنه  ديو جګپوړي  دولتي هئيت په مشرۍ  دچين دولسي جمهوريت پايتخت  بيجينګ ته تللى و  ، غونډې ته معلومات وړاندې کړل او زياته يې کړه  ددغه سفر په بهير کې  دچين دولسي جمهوريت  له جمهور رييس  ، صدراعظم او له نورو  جګپوړو مقاماتو سره  په ليدنو کتنو او  دچين  دبهرنيو چارو  په پوهنتون کې دوينا په اورولو ، ددواړو هيوادونو ترمنځ داړيکو دښه والي  او پراختيا په باب  په خبرو سربيره دچين له ولسي جمهوريت سره  داقتصادي  ، تخنيکي  او تجارتي  همکاريو  تفاهم ليکونه  لاسليک کړي دي  چې له دې جملې څخه شپږ سندونه  ،  دوه موافقه ليکونه  دزعفرانو دتوليداتو او صادراتو او دتخنيکي همکاريو په باب ،  دګډې همکارۍ يو تفاهم ليک  دوريښمو دواټ دکمربند دجوړولو لپاره دهمکارۍ  درې يادداشتونه  په کابل پوهنتون کې دتدريسي ودانې  او اديتوريم دجوړولو  په باب ، دغير عاجلو  بشري مرستو دپنځوسو مليونو  يووانو  مرستې سند او وروستۍ سند  ، دولتي مامورينو ته  په ارزانه بيه د کورونو  دجوړولو  د سنجش  دمطالعې دپيل  لپاره دى  چې ددواړو هېوادونو دوزيرانو له خوا لاسليک شول .
  دافغانستان داسلامي جمهوريت کابينې  دملي وحدت دحکومت  د اجراييه رييس دسفر دتاييدولو په ترڅ کې ،  دبهرنيو چارو وزارت  موظف کړ چې دده دسفر نتيجې په بيړه  له نورو اړوندو  ارګانونوسره په ګډوهلوځلو کې  تعقيب کړي .
  له اجندا سره سم  دبهرنيو چارو وزارت اداري معين  دهېواد په دننه اوبهر کې دپاسپورت  دغوښتوونکو دفورمو  له آنلاين سيستم څخه دګټې اخيستني طرحې او جوړولو دپروژې  په باب  ددغه وزارت  طرحه  او دغه راز  دغيابي تذکرې  دصادرولو  دستونزې  دحل کولو ، دبايو متريک دمرکزي سيستم  دجوړولو ،  په پاکستان  ، ايران ، عربي متحده اماراتو اوسعودي عربستان کې دهېواد دميشتو اتباعو دستونزې دحل کولو په لاره کې ددغه وزارت طرحې  غونډې ته وړاندې کړې او زياته يې کړه  :  چې دافغانستان په دننه اوبهر کې داړوندو چارو داغيزمنتوب  ، دخليج دحوزې  په هېوادونوکې  دنويو پاسپورتونو  دويش  دستونزې  دڅيړنې د ايران او پاکستان کې په استوګنو نمايندګيو کې  دماشين لوستوونکو پاسپورتونو دويش دبهير  دپيل په مقصد  او دبهرنيو چارو وزارت  د آي- سي- اې -او  سازمان له خوا  د تمديدې شوې مودې  دبهير  دګړندي کولو په موخه  دغه طرحې  برابرې  او دتاييد په موخه  يې  دکابينې غونډې ته وړاندې کړې .
  دافغانستان داسلامي جمهوريت کابينې دبهرنيو چارو وزارت طرحې  په اصولو کې  تايېدې کړې  او دپاسپورت موده يې لس کاله  تصويب کړه او دغه وزارت يې  موظف کړ چې وړاندې شوې  طرحې دې  دکورنيو چارو ،  مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ او دمهاجرينو دراستنولو دچارو له وزارتونوسره  په همکارۍ کې  په هراړخيزه توګه يو ځل بيا وڅيړي  او دبشري  قواوو  او ددغه  سيستم  د تکنالوژۍ په باب لګښت  دې  مشخص کړي  او دتاييد په مقصد دې دکابينې  راتلوونکو غونډو ته وړاندې کړي .
وروسته  دماليې وزارت  دګمرګاتو معين  د ١٣٩٥ مالي کال  د ملي بودجې د ضميمې په توګه  په عادي او انکشافي بودجه کې د٨٥٨٤٤٠٦٨٩٢افغانيو  دزياتوالي او د ١٣٩٥ مالي کال دملي بودجې  دضميمې په توګه  دپيښو دڅيړنې په چارو کې  ددولت دوزير  ددفتر په انکشافي بودجه کې د٢٢١٤٧٠٥١ افغانيو  دزياتوالي په اړوند  ددغه وزارت  پيشنهاد غونډې ته وړاندې کړ چې دکابينې  دتاييد وړ وګرځيد .
وروسته  دترانسپورت  او هوايي چلند وزير د کابينې د ١٣٩٤ کال  دسلواغې دمياشتې  داوومې نيټې  د ٣٧ ګڼې مصوبې  دلارښوونې دتحقق په مقصد  ، له هېواد څخه بهر ته  دکرنيزو محصولاتو  دصادرولو په لاره کې  دهوايي ډګرونو دستونزو دحل کولو په باب  ددغه وزارت  رپوټ  غونډې ته وړاندې کړ او زياته يې کړه   چې دکابل  ( حامدکرزي) ،  قندهار ، مزارشريف ( مولانا جلال الدين بلخي )  او دهرات  په هوايي ډګرونو کې  دکرنيزو محصولاتو  دصادرولو لپاره  امکانات  په پام کې نيول شوي دي  او دښه والي په لاره کې يې هم تدبيرونه  ترلاس لاندې دي .
دافغانستان داسلامي جمهوريت کابينې  له هراړخيزو خبرو وروسته  دترانسپورت  ، ماليې ، سوداګرۍ  او صنايعو او دکرنې او اوبو لګولو وزارتونو  او دملي امنيت شورا ته  دنده وسپارله  چې  دکرنيزو محصولاتو  په تيره بيا  دميوو دصادرولو په موخه  دکابل  ، قندهار ،  هرات او دمزارشريف   په هوايي ډګرونو کې  لازم او بيړني تدبيرونه ونيسي او عملي يې کړي .
وروسته  دانرژۍ او اوبو وزارت  معين او سرپرست دانرژي او اوبو وزارت لوري ته  دکليو دبيا جوړولو او پراختيا وزارت دملکيت  دپنځلس بسوې ځمکې  ليږدونه  چې په بدخشان ولايت کې  ددغه وزارت  داوبو لګولو درياست ودانې  پکې جوړه شوې ده  غونډې ته طرحه کړه چې دافغانستان داسلامي جمهوريت  دکابينې له خوا تصويب شوه .
  دغونډې دکار په دوام دافغانستان دځمکې دادارې رييس  دالمپيک  کميټې ته  د پنځه ويشت جريبه دولتي ځمکې  ليږدونه غونډې ته طرحه کړه او زياته يې کړه چې  په پکتيکا ولايت  ورزشي  ستديوم ته  دسترې اړتيا له مخې ،  پنځه ويشت جريبه  دولتي ځمکه  په دغه ولايت کې  دورزشي ستديوم  دجوړولو لپاره  دافغانستان دځمکې دادارې له لارې دالمپيک کميټې ته  ليږدوله کيږي .
  دافغانستان داسلامي جمهوريت کابينې  له هراړخيزو خبرو وروسته  په وړيا ډول  دپکتيکا ولايت  دالمپيک  کميټې ته  ددغې ځمکې  ليږدونه  تصويب کړه
  دغونډې په پاى کې دبهرنيو چارو وزارت  اداري معين  دغه  نړيوال تړونونه غونډې ته طرحه کړل  چې  دتاييد وړ وګرځيدل .
–  دافغانستان  له اسلامي جمهوريت سره  د تخنيکي نظامي مرستوپه باب دافغانستان داسلامي جمهوريت  دحکومت او دروسيې فدراسيون دحکومت ترمنځ  موافقه ليک
– دافغانستان داسلامي جمهوريت له لارې  دپاکستان اسلامي جمهوريت ته  دترکمنستان دتوليدي بريښنا دصادرولو ، ترانزيت او واردولو په اړوند  درې اړخيز تفاهم ليک
–  دافغانستان داسلامي جمهوريت ددولت او دترکيې جمهوريت  دحکومت ترمنځ  دمالي نظامي همکارۍ موافقه ليک
– په قضايي او قانوني برخه کې  دافغانستان داسلامي جمهوريت دعدليې وزارت  او دسعودي عربستان دشاهي هيواد  دعدليي وزارت ترمنځ  تفاهم ليک .
– دالمان دفدرالي جمهوريت  د اسن ښار په بيلابيلو څانګو کې  دافغانستان داسلامي جمهوريت  د  کار، ټولنيزو چارو ، شهيدانو او معلولينو وزارت  او دزده کړو ددوام  دښوونې او روزنې دمرکز ترمنځ  دهمکارۍ  تفاهم ليک
– دافغانستان داسلامي جمهوريت  دستندرد دملي ادارې او دقزاقستان جمهوريت  دصنايعو  او دنوې تکنالوژۍ  دتخنيکي او ميترولوژي  دمقرراتو دکميټې ترمنځ تفاهم ليک .
– دافغانستان دملي راډيو تلويزيون  او د اذربايجان دراډيو تلويزيون  دنشراتي  سهامي شرکت  ترمنځ  دهمکارۍ  موافقه ليک .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته