امنیت

په پکتيا کې د طالبانو د راکټي بريد له امله اووتنوته مرګ ژوبله .

کابلباختر د چنګاښ د مياشتې٣١
په پکتيا ولايت کې دطالبانو دراکټي بريد له امله اووتنوملکي وګړوته مرګ ژوبله واوښته .
دغه پيښه پرون هغه وخت رامنځته شوه  چې طالبانو داستوګنې په يوې سيمې راکټي بريد وکړ.
په پکتيا کې دملي اردويو قوماندان باختر آژانس ته وويل:
دطالبانوپه دغه راکټي بريد کې ديوه ماشوم په ګډون درې تنه ملکي وګړي شهيدان او ديوې ښځې په ګدون څلور تنه نور ټپيان شول.
ده وسله وال طالبان ددغه راکټي مسوول وبلل . او ويي ويل چې ددغې ډلې افراد له پوځيانو سره دمقاومت توان نه لري .له دې امله دملکي وګړو په وژلو لاس پورې کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته