اقتصاد

د مالیې وزارت مهم فعالیتونه له رسنیو سره شریک شول

کابل/ د کب لومړۍ/ باختر
د مالیې وزارت رهبرۍ ملت ته د دولت حساب ورکړې او اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون له اصل سره سم اړین فعالیتونه، اصلاحي اقدامات او له فساد سره د مبارزې په اړه خپلې کړنې نن د حکومت د رسنیو په مرکزکې د مطبوعاتي کنفرانس له لارې شریک کړل.
د ماليې وزارت د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ؛ په کنفرانس کې چې د مالیې وزارت مالي مرستیال عبدالحبیب ځدراڼ، د عوایدو او ګمرکونو مرستیال محمد عیسی قدرت او د پالیسۍ مرستیالې ناهید سرابي د مالیې وزارت په استازیتوب رسنیو ته معلومات ورکړل.
د مالیې وزارت مالي مرستیال عبدالحبیب ځدراڼ، د مالیې وزارت تشکیل، صلاحیتونو او موخو بیانولو ترڅنګ وویل: د لومړي ځل لپاره مو د تېرو اتلسو کلونو په موده کې وکولی شول د پیسو له نړیوال صندوق سره شپږ پړاوه اصلاحات په بریالۍ توګه بشپړ کړو او له دغه صندوق څخه د هڅونې په موخه ۴۴،۴ میلیونه امریکایي ډالره ترلاسه کړو.
د مالیې وزارت مالي مرستیال وویل:" په ۱۳۹۸ مالي کال کې د ملي بودیجې په سند کې د عوایدو راټولو لپاره ۱۸۸ میلیارده افغانۍ هدف ټاکلی وو چې د همدې مالي کال تر پایه مو له ۲۰۹ میلیارده ډېر عواید راټول کړل، دغه راټولونه د ټاکل شوې موخې په پرتله ۲۱ میلیارده افغانۍ زیاتوالی ښيي؛ په داسي حال کې چې څلورکاله وړاندې زموږ د راټولو شویو عوایدو مجموعه ۹۹ میلیارده افغانۍ وه او اوسنی شمېر ۱۱۰ سلنه زیاتوالی ښيي."
هغه زیاته کړه چې په ۱۳۹۸ مالي کال کې حکومت وکولی شول ۱۳۹ میلیارده افغانۍ چې ۹۴ سلنه د دولت پراختیایي بودیجه جوړوي، ولګوي. تېر کال حکومت توانېدلی وو، چې د ۱۲۷ میلیارده افغانیو په شاوخوا کې پراختیایي بودجه ولګوي او اوسنی شمېر له ۱۲ میلیارده افغانیو زیاتوالې سره ۳ سلنه زیاتوالی ښيي.
ځدراڼ زیاته کړه: " همدارنګه د مالیې وزارت د ۱۳۹۸ مالي کال په اوږدو کې ټولټال ۹۸،۳ سلنه پراختیایي بودجه چې ۳،۵ میلیارده افغانۍ کېږي، د دغه وزارت په ۲۲ پروژو ولګوي او دا د تېر کال په پرتله ۴ سلنه زیاتوالی ښيي."
په کنفرانس کې محمد عیسی قدرت وویل: " د مالیې وزارت د نورو اصلاحاتو ترڅنګ وکولی شول د عوایدو او ګمرکونو په برخه کې د سیستمونو الکترونیک کول په سمه توګه پلي کړي چې وکولی شي د فساد مخه ونیسي او د مشتریانو لپاره اسانتیاوې رامنځته کړي.
نوموړي زیاته کړه: زموږ مالیه ورکوونکي اوس کولی شي په الکترونیکي ډول خپل اظهارلیکونه ډک کړي او په دې برخه کې هغوی ته زیاتې اسانتیاوې رامنځته شوي دي."
ناهید سرابي په دغه خبري کنفرانس کې وویل: " د جینوا دوه اړخیز د حساب ورکولو چوګاټ د افغانستان او نړیوالو پراختیایې شریکانو  ترمنځ دوه اړخیزې ژمنې ۲۴ شاخصونه لري چې له جملې څخه ۱۶ شاخصونه د افغانستان دولت مستقیم مسوولیت او ۸ نور شاخصونه یې د نړیوالو پراختیایې شریکانو او دولت ترمنځ ګډ دي او یا هم مستقیم مسوولیت یې نړیوال پراختیایې شریکان پر غاړه لري."
نوموړې وویل: "د افغانستان حکومت د دې شاخصونو په پلي کولو کې د پام وړ پرمختګونه کړي دي چې له جملې څخه یې ۱۰ ژمنې ١٠٠ سلنه پوره شوي او پاتې نورې ژمنې ۵۰ سلنه پرمختګ لري او یوه برخه ژمنې چې پرمختګ نلري او یا هېڅ پلي شوي نه دي زماني چوکاټ یې د ۲۰۲۰ کال تر پایه ده."
همداشان د مالیې وزارت رهبرۍ په کنفرانس کې د ۱۳۹۹ کال د ملي بودجې د ترتیب، د ګومارلو په برخه کې اصلاحات، تصدۍ، د تقاعدو خزینې، بیموي چارو، د ملي او پراختیایې چارو پروژې، د اقتصاد عالي شورا مهمې لاسته راوړنې او یو شمېر نور اړوندو مسایلو په اړه له رسنیو سره معلومات شریک کړل.
د یادونې وړ ده چې د جمهوررييس له حکم او اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون دویمې مادې له لارښوونې سره سم ملت ته د دولت له لوري د کره او دقیقو اطلاعاتو د وړاندې کولو په موخه چې ټولې دولتي ادارې پرې مکلفې دي، د مالیې وزارت رهبرۍ د دغه وزارت مهم فعالیتونه د خبري کنفرانس له لارې له خلکو سره شریک کړل او د رسنیو پوښتنو ته یې ځوابونه ورکړل.
پاى / ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته