فرهنګ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مشرتابه ډاډګیرنې پیغام

-کابل / دثور ١٣مه / باختر:
د نامتو علمي او فرهنګي شخصیت زین الله منلي پر مړینې د خواشینۍ او ډاډګیرنې پیغام.
په خواشینۍ مو خبر تر لاسه کړ چې د افغانستان نامتو علمي، فرهنګي او ټولنیز شخصیت الحاج مولوی زین الله منلي د ورپېښې ناروغۍ له امله د ۹۶ کلونو په عمر له نړۍ سترګې پټې کړې.
ارواښاد زین الله منلي د خپل عمر ډېر کلونه د هېواد د پوهنې او فرهنګ په چوپړ کې تېر کړل، د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې یې د ښوونکي په توګه له ویاړه ډکه دنده ترسره کړه، د پښټو ټولنې د تدریساتو عمومي مدیر او همدارنګه کابل مجلې مرستیال هم پاتی شوی و. ارواښاد هم په پښتو ټولنه او هم د علومو اکاډمۍ د اسلامي علومو مرکز کې ورسپارل شوې علمي دندې په خورا ښه او بریالۍ توګه سرته رسولې دي، په بېلابېلو برخو کې یې ګڼ علمي آثار لیکلي او ژباړلي دي.
د  اطلاعاتو او فرهنګ وزارت رهبري د ده مړینه ضایعه ګڼي، د لوی خدای (ج) له درباره ارواښاد ته د فردوس جنت او د ده کورنۍ، خپلوانو، دوستانو او د هېواد ټولو لیکوالو او فرهنګیانو ته د جمیل صبر هیله کوي.
ختم-ن-ش

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته