کابل /باختر / دلړم ١١مه :
دتخار پوليسو درې تنه دغلا اودخلکو د ځورونې په تور ونيول .
دتالقانو ښار دلومړي حوزې امنيتي مسوول باختراژانس ته وويل چې دغه کسان دخلکو دځورونې اودهغوى دمالونو دغلا په تور پرون دتالقانوښاروالۍ له چمن څخه دپوليسو له خوا ونيول شول .
خبرځاى زياته کړه له دغو کسانو څخه يوه تومانچه ، يو برچه او پوځي جامې ترلاسه شوي دي .
ختم _ شکريه_ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ